Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۷۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیل د تازه بریدونو له امله ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د وژل شوو له ډلې ۳۶ هغه کسان دي چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو.

راپور کې راغلي چې پاتې نورو کسانو د غزې په بېلابېلو سیمو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچينې زیاته کړې، دغه بريدونه په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هره ورځ ۲۸ ماشومان د اسرائیلو په هوايي بريدونو او د مرستو نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې له ۱۰۰۰ زیات کسان د مرستو ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلو په بريدونو کې وژل شوي دي.

الجریزه لیکي چې په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهیسې نږدې ۶۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵۰ زره نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.