Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په لګښت سوداګریز ښارګوټی جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): شپږ سوه افغان سوداګر، د کابل ښار د ۲۲مې ناحيې اړوند سيمه کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۴۰۰ جریب ځمکه سوداګریز ښارګوټی جوړوي.

د «افغان سوداګریز ښارګوټي» یوه مسوول عبدالبصیر مشعل نن په کابل کې په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې ۶۰۰ افغان پانګه‌وال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند پر ۴۰۰ جریب ځمکه ۸۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، پر یاده ځمکه د سوداګریزو توکو لپاره واړه او ستر شاوخوا ۱۵۰۰ ګودامونه جوړېږي چې سوداګريز توکي به په‌کې زېرمه او تر پروسس وروسته نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د هغه په وینا، یاد ۶۰۰ سوداګر – چې له بهرنيو، په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي –  له اروپايي هېوادونو مالونه راوړي، دلته یې تخلیه کوي او بېرته یې نورو اسيايي هېوادونو ته لېږدوي.

یو سوداګر حاجي جلال‌الدین قاسمي وايي چې ۶۰۰ افغان سوداګر په یاد ښارګوټي کې د خپل ځان لپاره ګوادمونه جوړوي څو له بهره راواردېدونکي خپل سوداګریز توکي په‌کې زېرمه او بیا یې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور په نننیو مراسمو کې وویل چې پخوا به افغان پانګه‌وال د ګڼ شمېر ستونزو او لاملونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ کېدل، خو اوس د اسلامي او مرکزي حکومت په جوړېدو سره په افغانستان کې پانګونو ته زړه ښه کوي.

دی زیاتوي، په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت سره د سوداګرو سر او مال خوندي دي او د پانګونې زمینه ورته برابره شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.