Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې یوه کس د ځمکې پر سر شخړه کې خپل ورور وژلی

محمودراقي (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ښکېل یوه کس په ډزو خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته‌نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز په شوخي سیمه کې د میراث د وېش پر سر د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د نښتې له امله شوې ده.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دوه نور ټپیان هم د یادې کورنۍ غړي دي او ډز د ښکاري (چره‌يي) ټوپک په وسیله شوی دی.

هغه زیاته کړه چې پر قتل تورن کس تښتېدلی خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.