هرات (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د هرات د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یې یوه ۶۵ کلن سړي ته د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخینوی کړی او په پشتکوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ازاده کړې ده.
د هرات د امر بالمعروف رییس شیخ عزیزالرحمن المهاجر رسنیو ته په خبرو کې وویل، د دغه ریاست محتسبین د کره معلوماتو په ترلاسه کولو توانېدلي چې د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې یوه ښځه چې د خاوند په نهشتون کې د هغې د خپلوانو له لوري په غیرقانوني ډول په کور کې بندي شوې وه، خوشې کړي او د قضیې عاملین عدلي بنسټونو ته وسپاري.
هغه زیاته کړه چې په یوه بله قضیه کې یې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یوه ۶۵ کلن سړي ته د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې او د قضیې له عاملینو پلټنې روانې دي.
هغه په غیرقانوني ډول په بند کې د یادې ښځې د ساتلو د وخت څومرهوالي او په قضیه کې د نیول شوو ښکېلو کسانو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
خو شیخ مهاجر د دې ادارې له لوري د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د شرعي او مشروع حقونو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې په زور د ښځو په نکاح ورکول او زنداني کول په هیڅ ډول د منلو نه دي.
هغه د هرات له اوسېدونکو وغوښتل چې د دغه ډول پېښو په لیدو سره د امر بالمعروف له ریاست سره په اړیکه کې شي.
د هرات د امر بالمعروف رییس یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د شریعت په رڼا کې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي او د ناوړه او اسلامي ارزښتونو خلاف دودونو پر وړاندې مبارزه کې به بېغوري ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP