کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د قرغيزستان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ترانسپورټي او ترانزيټي اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ډېرېدو خبرې کړې دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده نن سهار په کابل کې د قرغيزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزه ترانسپورټي او ترانزيټي اړیکو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد زیاتېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وزیر ویلي، اسلامي امارت له ټولو ځمکني او هوايي ترانسپورټي تاسیساتو په ګټې اخیستنې سره له قرغيزستان سره د ترانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره بشپړ چمتو او همکار دی.
یاد سفارت لیکلي، همدارنګه د قرغيزستان سفیر یادونه وکړه چې د بیشکک او کابل ترمنځ ترانسپورټي اړیکې حیاتي ارزښت لري او هېواد یې د دې اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا غوښتونکی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP