Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه د ابومسلم فوټبال لوبډلې غړي بوتان ته ولاړل

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د فراه ابومسلم فوټبال لوبډله د بوتان له «پارو اېف‌سي» لوبډلې سره د سیالۍ په موخه دغه هېواد ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن (سه‌شنبه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې د فراه د ابومسلم فوټبال لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۱۲مه د اسیا د چلېنج لیګ په پلې‌اف پړاو کې د بوتان له «پارو اېف‌سي» فوټبال لوبډلې سره ولوبېږي.

په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه پلاوی د فراه د ابومسلم له کلپه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د پارو اېف‌سي پر وړاندې د دې لوبډلې د بریا هیله لري.»

د یادونې ده چې د فراه ابومسلم فوټبال لوبډلې د افغانستان د اتلولۍ جام څلورم پړاو اتلولي ګټلې ده.

د افغانستان د اتلولۍ جام څلورم پړاو د تېر کال په مرغومي میاشت کې د هرات په کوربه‌توب او د هېواد د ۱۲ ولایتونو د لوبډلو په ګډون ترسره شو چې په پای کې د فراه ابومسلم فوټبال لوبډلې د دې پړاو د سیالیو اتلولي خپله کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.