Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حج او اوقافو وزارت: د حاجیانو د پاتې پیسو ورکولو لړۍ سبا پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولین وايي، د هغو حاجیانو د پاتې پیسو ورکولو لړۍ چې په ۱۴۰۴ کال کې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، سبا (چهارشنبه) پیلېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب نن (سه‌شنبه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې روان کال ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

هغه زیاته کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له کره محاسبې وروسته هر حاجي ته درې زره او ۹۳۶ افغانۍ ورکول کیږي، د وېش لړۍ یې سبا (چهارشنبه) پیلیږي او د پای نېټه یې څرګنده نه ده.

نوموړي څرګنده کړه چې مرکز کې حاجیان کولای شي له اصلي پېژندپاڼې، رنګه کاپي او پاسپورټ سره د حج او اوقافو وزارت ته او د ولایتونو حاجیان هم د دغه وزارت ریاستونو ته د پیسو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه چې له هر حاجي ۲۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ ټولې شوې وې چې په ټولیزه توګه د افغانستان د ټولو حاجیانو پیسې اته میلیارد او ۲۷۸ میلیون او ۷۷۲ زره او ۳۲۰ افغانۍ کېږي.

هغه زیاته کړه چې د سږ کال د حج په مراسمو کې په ټولیزه توګه اته میلیارد او ۱۶۳ میلیون او ۳۱۲ زره او ۵۳۷،۵۹ افغانۍ مصرف شوې او د یوه حاجي د مصرف پیسې ۲۷۸ زره او ۱۵۴،۱۹ افغانۍ کېږي.

ثاقب څرګنده کړه چې په ټولیزه توګه د حاجیانو له پیسو ۱۱۵ میلیون او ۴۶۴ زره او ۷۸۲،۴۱ افغانۍ پاتې دي.

د ویلو ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د زیارت او عمرې حج رییس مولوي محمدنبي محمدي هم په یاده ناسته کې وویل چې د سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو تلفات کم وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.