Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: ترکمنستان به ډېر ژر د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژې چارې پیل کړي

هرات (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د پلاوي مشر د هرات له والي سره په لیدنه کې ويلي چې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژې چارې به ډېر ژر پیل شي.

د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي وايي، د قربانوف سردار په مشرۍ د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوي د هرات له والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار سره په لیدنه کې د تورغوڼډۍ بندر د پراختیا او هلته د هنګرونو جوړولو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، دغه پلاوي وویل چې ژر به د دې پروژې عملي چارې پیل شي او کارکوونکي به یې ټول افغانان وي.

د هغه په خبره، یاد پلاوي د کاري اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د هرات د ځايي ادارې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

بلخوا، د هرات والي مولانا اسلام‌جار هم دغه پلاوي ته ډاډ ورکړی چې سیمه‌ییزه اداره د دې پروژې په تطبیق کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو ده.

هغه په دې پروژه کې د افغان کارګرانو ګومارل ښه اقدام وباله او ژمنه یې وکړه چې ترکمنستاني کارکوونکو ته د ویزې ورکولو بهیر که به هم لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.