کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوی ريیس د قرغیزستان له سفیر سره د کاسا زر پروژې د تخنیکي اړخونو، ستونزو، حللارو او د ترسره شوو څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې کړې دي.
کاسا زر ستره اقتصادي حیاتي پروژه ده چې له لارې یې له منځنۍ اسیا (قرغیزستان) د تاجکستان او افغانستان له مسیرونو پاکستان ته برېښنا لېږدول کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي ريیس ډاکټر عبدالباري د قرغیزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف او مل پلاوي سره د کاسا زر پروژې د تخنیکي اړخونو، ستونزو، حللارو او د ترسره شوو څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي ريیس ډاکټر عبدالباري په یاده غونډه کې ویلي، له کندوزه تر ننګرهاره د ټولو ۷ ولایتونو ۳۵ ولسوالیو کې د کاسا زر پروژې اړوند د استملاک او ځانګړو شوو ساحو چارې د افغانستان برېښنا شرکت له داخلي بودجې بشپړې شوې دي خو بیا هم د دې پروژې چارې ملاتړی بنسټ او قراردادي کمپنۍ چټکي نه ترسره کوي.
عمر د قرغیزستان سفیر ته ډاډ ورکړی چې د یادې پروژې له اړوند قراردادي هندي کمپنۍ سره یې په دې اړه هم ناستې کړې او په راتلونکو ناستو کې به هر اړخیزې خبرې ورسره وکړي، څو د دې پروژې چارې چټکې شي.
هغه دغه راز د قرغیزستان سفیر ته د افغانستان برېښنا شرکت په نوښت د برېښنا برخو کې د پانګونې راجلبونې راتلونکې میاشتې جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې او په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخو کې د شته فرصتونو په اړه یې هم معلومات ورکړي چې په وینا یې، قرغیزستان هم کولای شي اړوند برخو کې پانګونه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP