غزنيښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): په غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د ۳۳ میلیون افغانیو په لګښت درېیو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د والي ویاند مولوي عزتالله سعیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو درېیو پروژو مالي لګښت د جاپان هېواد له لوري ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې پر یادو درېیو ودانیو ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د سعیدي په خبره چې هره ودانۍ شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه او د ۶۰۰ زدهکوونکو ځایولو ظرفیت لري.
د یادونې ده، یوه میاشت مخکې هم د جاپان په مالي ملاتړ د غزني په ځینو ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP