Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴):‌ د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو وړو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچينې لیکلي چې په پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د غزني ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.