Language

نورستان کې په یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي

پارون (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو یوه کان کې د چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د دواب ولسوالۍ د ماوې سیمې د قیمتي ډبرو په یوه کان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

سرچينې لیکلي چې په دې چاودنه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان د دواب ولسوالۍ روغتیایي مرګز ته لېږدول شوي دي.