Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې سږ کال د مڼو حاصلات ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال د دغه ولایت په کچه د مڼو حاصلات ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال بڼوالو په دغه ولایت کې له خپلو باغونو شاوخوا ۱۸ زره مټریک ټنه مڼې ترلاسه کړې وې.

سږ کال د مرکز پل‌علم په ګډون د ولسوالیو د مڼو حاصلات شاوخوا ۱۹ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې دا د تېر کال پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه، روان کال د کرنې او مالدارۍ ریاست د بېلابېلو مؤسسو په مرسته او همدارنګه د بڼوالو په شخصي لګښت، ۷ هکټاره نوي د مڼو او ۳۰۰ جریب د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړي دي.

د کرنې ریاست دغه مسوول د مڼو د حاصلاتو ډېرېدو اصلي لامل د نوو باغونو جوړول او بڼوالو ته د بڼوالۍ برخه کې د مسلکي روزنې او ګټورو مشورو ورکول یادوي.

بلخوا، د لوګر د څرخ ولسوالۍ یوه بڼوال محمدسلیم پژواک ته وویل، خوښ دی چې سږ کال د مڼو حاصلات زیات شوي، خو ټینګار کوي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست باید د مڼو حاصلاتو لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازارونه پیدا کړي.

لوګر د کابل ښار ته نږدې پروت کرنیز ولایت دی، ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.