هرات (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د هرات امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې تر درملنې لاندې ۵۰۰ روږدو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیاتالله روحاني وویل، د فن او مسلک د زدهکړو د پروګرام موخه دا ده څو ناروغان پیاوړي او له اعتیاده تر ښه کېدو وروسته ورته د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه، دغه پروګرامونه د دوو، درېیو او شپږو میاشتو په بېلابېلو پړاوونو کې د کسانو وړتیاوو او شرایطو ته په کتو تنظیم شوي چې د هغوی د رواني او اقتصادي وضعیت په ښه کېدو به مهم رول ولوبوي.

ورته مهال، یو شمېر هغه ناروغان چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي او په دې برنامو کې برخه لري وایي، د یخچال ترمیم، خیاطي، د وسایطو ترمیم او نورو مهارتونو په زده کولو سره یې د نوي ژوند لپاره هیلې پیدا شوې دي.
عبدالصمد چې د هرات د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له دوه نیمو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د روږدو درملنې په مرکز کې تر درملنې لاندې دی وویل: «زه له ځوانۍ راهیسې له راډیو او برقي وسایلو سره بلد وم، اوس چې دا تعلیمي برنامې پیل شوې، پر دې باور لرم چې له اعتیاده تر خلاصون وروسته به وکولای شم، بېرته خپل ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
هغه له اړوندو ادارو د دې ډول برنامو د دوام او لا پراخېدو غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP