Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ګانا د دفاع او چاپېریال‌ساتنې وزیرانو د چورلکې لوېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ګانا کې د یوې نظامي چورلکې لوېدو پېښه کې د دغه هېواد د دفاع او چاپېریال‌ساتنې وزیرانو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویترز راپور ورکړی چې د ګانا دفاع وزیر ادوارد اومانه پرون له شپږو نورو کسانو سره د یوې نظامي چورلکې لوېدو پېښه ژوند له لاسه ورکړ.

راپور کې دغه راز راغلي چې په دې پېښه کې د چاپېریال‌ساتنې وزیر ابراهیم مرتضی محمد هم شامل دی.

تر اوسه د یادې چورلکې لوېدو لامل نه دی څرګند شوی.

ادوارد اومانه بواما چې مخکې د مخابراتو وزیر و، په جنورۍ کې وروسته له هغه چې جان‌محمد بېرته واک ته ورسېد، د دفاع وزیر وټاکل شو. تمه وه چې نوموړی به د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د امنیت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.