Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ايبک، فیض‌اباد (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): امنیتي سرچینې وايي، سمنګان او بدخشان کې د غلاوو په تور د لسو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان نیول شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز ايبک ښار کې د غلو یوه ډله چې دوه نارینه او ۱۰ ماشومان په‌کې شامل دي، نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، نیول شوو کسانو د بغلان، سمنګان او بلخ ولایت مربوطاتو کې فعالیت درلود او د غلاوو پر مهال به یې له ماشومانو ګټه پورته کوله او له خلکو څخه به یې پیسې، موبایل، د کور وسایل او نور توکي غلا کول.

هغه وايي، نیول شوي کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه تر څارنې لاندې دي او د دوسیو له ترتیب او بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې یې درې غله له ۲۰ میلیونه غلا کړو افغانیو سره نیولي دي.

د وزارت د اعلامیې له مخې، یاد کسان تورن دي چې د بدخشان د راغستان ولسوالۍ پر لار یې له یوه سوداګره ۲۰ میلیونه افغانۍ غلا کړې دي.

سرچینه وايي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.