کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د غړو د همغږۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د اندونیز سفارت له شارژدافیر ډاکتر ناندا اوالیست سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړه لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ پر همغږۍ او د پانګونې فرصتونو پر تشخیص غږېدلي دي.
سرچینې لیکلي چې د اندونیزیا شارژدافیر په افغانستان د پانګونې د فرصتونو پر پېژندلو د ټینګار ترڅنګ له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته لېوالتیا ښودلې ده.
سرچینې زیاته کړې چې نورالدین عزیزي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې پر زیاتوالي خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په بیلانس کې یې پر توازن ټینګار کړی دی.
عزیزي د اندونیزیا خصوصي سکټور ته د بلنې ورکولو ترڅنګ ویلي چې په افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او نورو برخو کې د پانګونه فرصتونه شته او دغه راز اندونیزیا هېواد هم ډېر خام توکي لري چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو په همغږۍ سره کېدای شي ډېر کارونه وشي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو د پېژندلو په موخه د یوه کاري ګروپ پر جوړېدو هوکړه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP