کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازي د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان به د نورو نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ د کډوالو د مهارتونو په تشخیص سره هغوی ته د کارموندنې او ډېرو مرستو زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپانه لیکلي چې د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) د دفتر له مشر محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.
عبدیکر ویلي چې دغه سازمان د افغانستان د حکومت ترڅنګ له کډوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
هغه د کوربه هېوادونو له لوري د کډوالو د حقونو د تامین او خوندیتوب په موخه د یاد سازمان هڅو ته په اشاره ويلي، دغه سازمان کوښښ کوي چې د نورو نړۍوالو سازمانونو په همکاري د کډوالو د مهارتونو په تشخیصېدو سره هغوی ته د کارموندنې او زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.
فطرت لیکلي، مولوي عبدالسلام حنفي له دغه سازمانه د بشري مرستو له امله د مننې ترڅنګ ویلي، سره له دې چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د مهاجرینو راايستل ډېر شوي، خو وضعیت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی.
هغه د بشري ځواک د شمېر، خېمو، نقلیه وسایطو، هنګرونو او د اړوندو ادارو له لوري د نورو اړتیا وړ وسایلو د زیاتوالي د یادونې ترڅنګ له کوربه هېوادونو او نورو مسوولو نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې د کډوالو د حقونو تامین ته پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP