کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشر په کندهار کې یوې غونډې ته ویلي چې د ا.ا ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه د شریعت مطابق دي او له شریعت سره تطبیق یې د علماوو او پوهانو له خوا په مختلفو پړاوونو کې په پوره دقت سره څېړل کېږي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبتالله آخندزاده د کندهار ولایت په مقام کې علماوو کرامو او خطیبانو ته په یوه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا کړې.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشر علماوو ته په خطاب کې ویلي: «د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله تر ټولو قدرمن بندهګان همدا تاسو علماء کرام یاست، دا چې د علماوو مسوولیت خورا دروند دی په کار ده چې علماء کرام خپل مسوولیت په ښه توګه اداء کړي.»
هغه زیاته کړې: «دوه صفونه دي، یو د علماوو صف او بل د حاکمانو صف دی، عام خلک په همدې دوو صفونو پسې روان دي، دغه دوه صفونه چې هر لاره انتخابوي، خلک ورپسې روان دی، که الله جل جلاله دا دوه صفونه اصلاح کړل نو ټول خلک ورسره اصلاح کېږي او که خدای مه کړه دا دوه صفونه په فساد اخته شول، نو خلک هم په فساد کې ورسره اخته کېږي.»
د اسلامي امارت مشر ویلي چې د ټولنې ټول ځوانان ورته د خپلو اولادونو په څېر دي او هڅه کوي د هغوی د اصلاح لپاره خپلې هڅې دوامدارې وساتي څو په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه زیاته کړې: «په تېرو نظامونو کې غیرشرعي امورو وده کوله او خلک به د دین سره نااشنا کیدل، هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه، د خلکو فکرونه او ذهنونه یې ورخراب کړي و، خلک یې دې ته هڅول چې د دین او مذهب مقابله وکړي او د همدې لپاره یې ډېره پانګونه هم وکړه، د خلکو ذهنونه او فکرونه دومره خراب شوي وو چې اوس شریعت ورته نابلده ښکاري.»
شیخ هبتالله آخندزاده ویلي چې د اسلامي امارت ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه د شریعت مطابق دي او له شریعت سره تطبیق یې د علماوو او پوهانو له خوا په پوره تحقیق او دقت په مختلفو پړاوونو کې څېړل کېږي.
د اسلامي امارت مشر علماوو ته په خطاب کې ویلي: «د شریعت په تطبیق او خلکو ته د علم او پوهې په ورکړه کې، د ټولنې د اصلاح لپاره په ګډه باید خدمت وکړو او د ټولنې د اصلاح لپاره باید سره یو شو، مسوولین هم په تاسو اصلاح کېږي، تاسو یې حق ته رابولئ، د حق خبره ورته کوئ او ورته وایاست به چې پر دغه لار لاړ شئ.»
نوموړي ټینګار کړی چې امر بالمعروف او نهی عنالمنکر د مسلمانانو او اسلامي نظام مهمه او مقدسه وظیفه ده او په کومه ټولنه کې چې دا اصل پلی نه شي، هغه له فساد او د الله تعالی له عذاب سره مخ وي.
ده وویل چې د علماوو دا دنده ده چې خلک د پیغمبر علیه الصلاة والسلام سنتو ته را وبولي چې سیرت او صورت په شرعي طریقه برابر کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې د یادې غونډې پای که ګډونوالو یوځل بیا د اسلامي امارت له مشرتابه سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او وي به.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP