Language

د پاکستان له زندانونو نږدې ۳۰۰ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت وايي چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (پنج‌شنبه، د زمري ۱۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ۲۹۹ افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو، له خوشي کېدو وروسته روانه اونۍ بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د کډوالو لېږدولو امریت له قوله کښلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو او له ۲۰ ورځو تر درېیو میاشتو په بند کې وو.»

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان هېواد له راداخلېدو و بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۹مه هم نږدې ۳۰۰ افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.