Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني له پوهنتونه نږدې ۴۰۰ زده‌کړیالان فارغ شول

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): مسوولینو د غزني له دولتي پوهنتون څخه د نږدې ۴۰۰ محصلینو د فراغت په مراسمو کې ژمنه وکړه چې یادو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

په دغه فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د مالیې وزارت سرپرست ملا محمدناصر آخند، د استخباراتو ریاست عمومي سرپرست ملا عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ نداءمحمد ندیم وویل چې هېواد کې اوسمهال تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې د زده‌کړو زمینه برابره ده.

نوموړي فارغ شوو محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو زده‌کړو ته تر دوکتورا پورې ادامه ورکړي او له ځانونو متخصصین جوړ کړي څو هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

دغه‌راز، د غزني والي ملا عبدالصمد جاوېد وویل، سږکال د غزني پوهنتون له پنځو پوهنځیو څخه څه کم ۴۰۰ کسان فارغ شوي او زیاته یې کړه چې یادو فارغ شوو کسانو ته به د کار زمینه برابر کړي.

په ورته وخت کې، هغه کسان چې فارغ شوي وایې، تمه لري چې د کار زمینه ورته برابره شي او په ټولنه کې هغه ستونزې له منځه یوسي چې اوس شتون لري.

د فارغ شوو له ډلي یوه کس عبیدالله پژواک اژانس ته وویل: «په خپله څانګه کې به خپل هېواد او خلکو ته کار کوم.» خو له چارواکو غوښتنه کوي چې محصلینو او هغو کسانو ته چې له پوهنتونونو فارغېږي، د کار زمینه برابره شي څو بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ نه شي.

یوه بل فارغ شوي محصل احمدزبیر پژواک ته وویل: «که څه هم خوښ یم، خو خپلې راتلونکې ته اندیښمن یم، ځکه چې اوس به ښايي ژوند مې بې برخلیکه او بې دندې په کور تیر شي.»

دی وايي، په حکومت کې اداري کارونه باید لوستو ځوانانو ته ورکړل شي څو دغه کارونه په ښه توګه پر مخ یوسي.

باید وویل شي چې دغه ۴۰۰ محصلین د غزني پوهنتون له شرعیاتو، اقتصاد، ښووني او روزني، کرني او ادبیاتو له پوهنځيو څخه فارغ شوي.

یاده دي وي چې غزني پوهنتون کې دامهال شاوخوا پنځه ززه زده‌کړیالان لري چې هر کال ترې په سلګونه کسان زده‌کوونکي فارغېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.