Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د کورونو کرایو له لوړېدو شکایت کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): له ایران او پاکستانه راستانه شوي یو شمېر کډوال او نور کسان په غزني ښار کې د کورونو کرایو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، دوی د لوړو کرایو ورکولو توان نه لري او حکومت دې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱،۸ میلیونه کډوال له ایرانه، نږدې ۱۸۵ زره له پاکستانه او ۵۱۳۴ کسان له ترکیې په جبري توګه راايستل شوي دي.

غزني ښار ته له پاکستان راستانه شوي محمدعظیم پژواک خبري اژانس ته وویل، څو میاشتې کېږي له پاکستانه راستون شوی خو لا هم نه دی توانېدلی ځان په مناسبه کرایه کور پیدا کړي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال د خپلوانو کره اوسېږي او د کډوالو په راستنېدو سره په دغه ولایت کې کرایې له دوه تر درې برابره لوړې شوې دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

غزني ښار ته له ایرانه راستون شوی محمدسهیل هم د کورونو کرایو له لوړوالي شکایت کوي.

هغه وویل، د کډوالو له راستنېدو مخکې د کورونو کرایې ارزانه وې، خو اوس چې کله کډوال را ډېر شوي، د دې پر ځای چې ورسره مرسته وشي، کرایې نورې هم لوړې شوې دي.

ورته مهال، د غزني ښار یو شمېر هغه اوسېدونکي چې په کرایي کورونو کې اوسېږي، هم شکایت کوي چې د کډوالو په زیاتېدو سره پر دوی هم د کورونو د مالکانو له خوا کرایې لوړې شوې دي.

د غزني ښار اوسېدونکي خالد پژواک ته وویل: «مخکې د کورونو کرایې یو څه ښې وې، خو په دې وروستیو کې چې کوم کډوال له ایرانه په زور را ایستل شوي، له دې سره جوخت د دوی د کورونو کرایې هم لوړې شوې دي، ان تر دې چې کورونه په ښار کې په اسانۍ نه پیدا کېږي.»

یوه بل اوسېدونکي عبدالرحیم بیا وويل: «کور مې په نهه زره افغانۍ کرایه کړی و، خو اوس د کور مالک راته ویلي چې له دې وروسته به څوارلس زره افغانۍ راکوې.»

هغه زیاته کړه چې اوس مجبور دی له ښاره اطرافي سیمې ته کډه وکړي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د کورونو کرایې پر خپل سر لوړې کړي.

دغه راز، د معاملاتو د لارښوونې یوه دفتر مسوول انارګل هم پژواک ته وویل چې په ښار کې د پخوا په پرتله د کورونو کرایې لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، غزني ښار کې د کورونو د کرایو لوړېدو لامل له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل دي چې یو شمېر خلک له دې موکې په استفادې د خپلو کورونو کرایې لوړوي.

هغه زیاته کړه، هغه کورونه چې مخکې په شپږ یا اته زره افغانۍ کرایه ورکول کېدل، اوس له دوولس تر پنځلس زره افغانیو په کرایه ورکول کېږي.

دی وایي، په پراخه کچه د کډوالو راستنېدو له امله د کرایي کورونو موندل خورا ستونزمن شوي دي.

د غزني د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د بیامېشتېدني امر درمحمد کاکړ بیا وایي،  د روان کال په لومړیو کې د ولایت مقام، عدلیې ریاست، کډوالو چارو ریاست او یو شمېر نورو ریاستونو یوه ګډه کمېټه جوړه کړې وه چې د کډوالو یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دی وایي، د یادې کمېټې له لوري غزني‌مېشتو ته د کورونو کرایو د مناسب ساتلو په اړه ویل شوي وو خو بیا به هم په دې اړه پلټنه وکړي او هغه کسان چې سرغړونه کوي، قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه له غزني‌مېشتو وغوښتل چې په اوسنیو بحراني شرایطو کې له راستنېدونکو سره همکاري وکړي او د کورونو کرایو له لوړولو دې ډډه وکړي.

د یادوني ده، د غزني د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخي، د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو په موده کې غزني ته له پاکستان او ایران څخه شاوخوا پنځه زره کورنۍ راګرځېدلې چې په وینا یې، د هرې ورځې په تېرېدو سره د راستنېدونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.