Language

بهروز جعفري د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې بهروز جعفري یې د هېواد د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارلی دی.

په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې د افغانستان د فوټسال ملي کمېټې فني مرستیال فریداحمد یوسفزي وویل چې بهروز جعفري د هېواد د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو.

هغه زیاته کړه، له جعفري سره د مشر روزونکي په توګه نن قرارداد لاسلیک شو او د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال تر پایه به د یادې لوبډلې روزنکی وي.

د یوسفزي په خبره، د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله به په نږدې راتلونکي کې د تمریني کمپ ترسره کولو په موخه ایران ته ولاړه شي او وروسته به د بحرین په کوربه‌توب د اسیا المپيکي سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه راز، بهروز جعفري په یادو مراسمو کې وویل، هڅه به یې دا وي چې له دغو ځوانانو سره په فني برخه کې ډېر کار وکړي څو مسلکي وروزل شي.

هغه وايي چې اوس‌مهال په کابل کې له ۲۵ تر ۳۰ پورې لوبغاړي په تمریني کمپ کې بوخت دي، وروسته به دغه لوبغاړي ایران ته ولاړ شي او هلته به تمریني کمپ کې برخه واخلي چې پایله کې به یې ۱۴ غوره لوبغاړي له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

نوموړی وایي، د ایران د تمریني کمپ له پای ته رسېدو وروسته به لوبغاړي بېرته کابل ته راشي او د اسیا المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه به چمتووالی ونیسي.

د یادونې ده، د اسیا المپیکي سیالۍ د روان ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د بحرین په کوربه‌توب ترسره کېږي چې د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله به هم ګډون په‌کې وکړي.