Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ترافیکې پېښه؛ د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د هلمند د واشير ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادې پېښې یوه عیني شاهد او موټرچلوونکي ګل‌احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د واشير ولسوالۍ اړوند په ښوراب سیمه کې د یوه اکوا او ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې په قرنیانو کې یو نارینه، دوې ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.