کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لغمان ولایت پولیسو د کابل – جلالآباد لویې لارې په اوږدو کې په یوه مازدا موټر کې ۱۵۵ کیلوګرام تریاک او ۳۰ کیلوګرام هیرویین کشف او ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد نشهيي توکي چې ۱۵۵ کیلوګرام تریاک او ۳۰ کیلوګرام هیرویین دي، په یوه مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
سرچینې لیکلي، د یادې قضیې په تړاو موټرچلوونکی نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP