Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له راتلو خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (سه‌شنبه، د زمري ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې نن په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، میدان‌وردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سخت ورښت، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو احتمال شتون لري.

سرچینې لیکلي چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینې دغه‌راز لیکلي چې په سوېل‌ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰  کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.