کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): پوهنې وزارت د سمیعالله په نوم هغه استعداد لرونکی افغان ماشوم چې په ریاضي کې یې د خپلې خارقالعاده وړتیا له امله د «حساب ماشین» لقب خپل کړی، وستایه.
اووه کلن افغان ماشوم سمیعالله په ذهني محاسبه کې د ځانګړې وړتیا درلودو له امله د ډېر خلکو پام ځان ته وراړولی دی.
هغه کولای شي د حساب ماشین په څېر په خپل ذهن کې سخت اعداد منفي او جمع کړي او ژر ځواب ووايي.
د سمیعالله دې ځانګړې وړتیا د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د پوهنې برخې د کارپوهانو پام ځان ته ور اړولی دی.
د دغه ماشوم د ستاینې مراسم نن (شنبه) د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اماني لېسه کې جوړ شوي وو.
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رییس مفتي عبدالولي سداد په دغه پروګرام کې وویل، پوهنې وزارت پر دغه ډول استعدادونو او کدرونو ویاړي.
هغه زیاته کړه چې پوهنې وزارت د وړتیا لرونکو کسانو د ستایلو لپاره هر ډول هڅې کړې دي.
د هغه په خبره، زدهکوونکي هم باید د هېواد په پرمختګ کې د ونډې اخیستو لپاره د خپلو استعدادونو او وړتیاوو پر لوړو کار وکړي.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغتالله وصیل وویل، دا د دغه وزارت مسوولیت دی څو د لوړ استعداد لرونکي ځوانان وهڅوي او د ودې ورکولو لپاره یې کار وکړي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې دغه پروګرام نورو زدهکوونکو ته د انګېزې ورکولو لپاره هم دی څو هغوی هم وهڅول شي او خپلو استعدادونو ته وده ورکړي.
د هغه په وینا، پوهنې وزارت ته ښوونځی او مدرسه یو شان دي او هغه واټن چې د دغو دواړو بنسټونو ترمنځ موجود و، اوس له منځته تللی دی.
په همدې حال کې، د سمیعالله پلار عبدالقیوم وویل، خوښ دی چې زوی یې نن د اسلامي امارت له لوري وستایل شو.
هغه له اسلامي امارته وغوښتل څو سمیعالله ته د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ ځکه هغه د جمعې، ضرب او تقسیم د عملیو په حلولو کې ځانګړې وړتیا لري.
د یادولو ده، د دغه پروګرام په پای کې پوهنې وزارت سمیعالله ته ۵۰ زره افغانۍ نغدې پیسې او یو لپټاپ کمپیوټر ډالۍ کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP