کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه، له پاکستانه د اسنادلرونکو افغان کډوالو پر ایستلو نیوکې وشوې او سیګار وویل چې د مرستو بندېدل د افغانستان بانک له ننګونو سره مخ کوي، خو ا.ا دغه څرګندونې رد کړې.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- م.م: پاکستان له ټاکلي ضربالاجل مخکې سلګونه قانوني اسنادلرونکي کډوال افغانستان ته استولي
- ایاواېم له راستنېدونکو سره د مرستو د بېړنۍ بودجې غوښتنه وکړه.
- افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړهلیک لاسلیک شو.
- د افغانستان او تاتارستان د ۱۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
- کابل ته راغلي پاکستاني ګرځندویان: د سفر موخه مو د امن و ورورولۍ پیغام خپرول دي.
- سیګار: د مرستو بندېدل د افغانۍ ثبات او د افغانستان د مرکزي بانک فعالیت له ننګونو سره مخ کوي
- ا.ا د سیګار راپور رد کړ، وایي د افغانستان اقتصاد اوس پر بهرنیو مرستو پورې نه دی تړلی.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، ننګرهار کې د یوه روغتیايي مرکز یوه نرسه وژل شوې او په تړاو یې د هغې د مېړه په ګډون دوه کسان نیول شوي او کاپیسا کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه کې یوه کس خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپيان کړي دي.

خو وړمه اونۍ پژواک په افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګژوبلې راپور نه و ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
افغان کډوال
تېره اونۍ، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پياوار کارتلرونکو افغانانو ته د راتلونکې سپټمبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ څو له پاکستانه ووځي. پاکستان ویلي، که افغان کډوال تر ټاکلې نېټې خپل هېواد ته ستانه نه شي نو پر وړاندې به یې قانوني ګامونه پورته شي.
له دې مخکې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د کډوالۍ د ټولو کارتونو د قانوني اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلې او له دې وروسته به یې لرونکي «غیرقانوني» ګڼل کېږي او باید له دغه هېواده ووځي.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق د پاکستان له خوا د یادې مودې تر تمدېدو وروسته ویلي: «د هغو کسانو جبري ایستل چې له لسیزو راهیسې د کډوالو په توګه پېژندل شوي، د پاکستان د بشري حقونو له پخواني دریځ سره په ټکر کې دي او د نه ستنولو د اصل سرغړونه بلل کېږي.»
تېره اونۍ نړۍوالو رسنیو د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکو د سپټمبر له لومړۍ نېټې له ټاکلي ضربالاجل مخکې د سندلرونکو افغان کډوالو نیول او ایستل پیل کړي دي.
د یواېناېچسيار مسوولینو ویلي چې په دې توګه د کډوالو په ایستلو سره پاکستان له خپلو نړۍوالو ژمنو سرغړونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کډوالو نړۍوال سازمان د دفتر رییس محمد عبدیکر له افغان چارواکو سره کتنه کې ویلي، دوی به د نورو نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ د راستانه شوو افغان کډوالو د مهارتونو په تشخیص سره هغوی ته د کارموندنې او ډېرو مرستو زمینه برابره کړي.
په یادو لیدنو کې افغان چارواکو له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو د راایستو او د هغوی د پانګو او توکو د ضایع کېدو د مخنیوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغان کډوالو ته دې د باعزته راستنېدنې مناسب شرایط برابر شي.
د راپورونو له مخې، په روان میلادي کال کې څه باندې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه راایستل شوي دي. له یادو کډوال ډېر یې له ایرانه راایستل شوي دي.
د برېښنا د توليد برخه کې د لس میلیارد ډالرو پانګونه
تېره اونۍ، د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي ګروپ د «انرژۍ پانګونې شرکت» ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړهلیک لاسلیک شو.
د عزیزي ګروپ عمومي رییس میرویس عزیزي وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي شرکت تخنیکي ټیمونه به له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړي څو د پروژو د سروې او ډیزاین لړۍ پیل کړي.
د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیون ډالرو سوداګریزې هوکړې
تېره اونۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وویل چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په نفتي او ساختماني برخو کې سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د پنجشېر له سینده کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې او دغه راز نورو برخو کې پانګونه وکړي.
دغه راز، کورو بچینکو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د کابل او کازان ترمنځ د مستقيمو الوتنو په اړه خبرې کړې دي.
د سیګار راپور او د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل یوه راپور کې ویلي چې د مرستو له ناڅاپي بندېدو سره به د پیسو ثبات او د افغانستان د مرکزي بانک فعالیت، چې د ملګرو ملتونو په مرستو پورې تړلی، له جدي ننګونو سره مخ شي.
سیګار دغه راز د افغانستان د اقتصادي ناورین اصلي لاملونه «سیاسي انزوا، د تخصص نشتوالی او د پیسو د چاپ یا بدیل نشتوالی» بللي او ادعا یې کړې چې اسلامي امارت په نړۍوالو مرستو کې لاسوهنه کوي.
خو د افغانستان د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د سیګار راپور رد کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په نړۍوالو مرستو کې لاسوهنه نه کوي او د افغانستان اقتصاد اوس مهال په بهرنیو مرستو پورې نه دی تړلی.
هغه ویلي: «اسلامي امارت په نړۍوالو مرستو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې او د افغانستان اقتصاد هم دومره په بهرنیو مرستو پورې تړلی نه دی چې د امریکا د مرستو بندېدو له امله خراب شي. اسلامي امارت د ځانبسیاینې لپاره سترې ملي او بنسټیزې پروژې په پام کې لري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP