Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پاکستانه تورخم ته راوارد شوي ۱۵ ټنه مرض وهلي ليمو بېرته وګرځول شول

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، تورخم ته له پاکستانه راوارد شوي ۱۵ ټنه ليمو چې د استفادې وړ نه وو، بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیمو افت وهلي وو او د قرنطین مدیریت له لوري بېرته ور ورګرځول شول.

د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې د اسلامي امارت د مقرراتو پر بنسټ هېواد ته باکيفیته او صحي مېوې او سبزيجات وارد کړي، څو د خلکو روغتیا له هر ډول خطره خوندي پاتې شي.

له دې مخکې هم څو ځلې په تورخم کې دغه ډول بې‌کیفیته توکي د یاد ریاست له لوري بېرته پاکستان ته مسترد شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.