Language

چنګاښ میاشت کې د هېواد ګمرکونو ته راغلي ۱۶۶ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي، تېره چنګاښ میاشت د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته وارد شوي ۱۶۶ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د مسترد شوو نفتي توکو له ډلې ۱۶۱ ټانکره ډېزل او دوه ټانکره پټرول د نیمروز له بندره او درې ټانکره پټرول له شېرخان بندره ګرځول شوي دي.

یاد وزارت لیکلي چې د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شوو معتبرو معیارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو د را وارداتو زمینه برابروي او د بې‌کیفته نفتي توکو له واردېدو په کلکه مخنیوی کوي.