Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د دوه‌نیم میلیون ډالرو په پانګونه د اوړو د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې د یوه پانګه‌وال له لوري د دوه‌نیم میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د اوړو د تولید یوه معیاري کارخونه پرانیستل شوه.

د دې کارخونې مسوول شکرالله یزدان‌پناه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې اوس مهال په دې فابریکه کې ۱۰۰ کسان کار کوي او سلګونه نورو ته یې په غیررسمي ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه کارخونه پر شپږ جریب ځمکه او پنځو پوړونو کې جوړه شوې او دوه نیم میلیون ډالر پانګونه پرې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، فابریکه له نړۍوالو عصري صنعتي معیارونو سره سمه جوړه شوې او ماشینري یې له ترکیې راوړل شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کارخونه به د ورځې د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت ولري.

د یادې کارخونې یوه کارکوونکي  امیدالله نظري له نورو کورنیو پانګه‌والو غوښتنه وکړه چې د لا زیاتو اقتصادي پروژو په جوړولو کې هڅه وکړي او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

ورته مهال، د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس حاجي عبدالرحمان احمدي دغه اقدام د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام وباله او د دې ډول پانګونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په غزني کې تر سلو ډېرې غټې او وړې تولیدي فابریکې جوړې شوې او دا د اوړو اوومه فابریکه ده چې فعالیت پیلوي.

د هغه په وینا چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې دوه صنعتي پارکونه هم پرانیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.