کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د جوجیتسو پخواني ملي لوبغاړي سهیل فدایي د ازادو سیالیو په یوه لوبه کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه.
د سهیل فدایي او امریکایي سیال ترمنځ سیالي د ازادو سیالیو په «پياېفسي» سازمان کې تېره شپه ترسره شوه؛ فدایي وکولای شول په لومړي رونډ کې خپل امریکایي سیال د سبمېشن له لارې ناک اوټ کړي او لوبه وګټي.
د ازادو سیالیو پياېفسي سازمان نن پر خپله فېسبوکپاڼه د فدایي د بریا ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې افغانستان ته دې بریا مبارک وي.
دغه سیالي د امریکا متحده ایالتونو په تګزاس ایالت کې ترسره شوې ده.
د راپورونو له مخې، سهیل فدایي تر دې مهاله څلور ازادې سیالۍ ترسره کړې چې په څلور واړو لوبو کې یې بریا خپله کړې ده.
د یادونې ده، افغان سوکوهونکي محمد زکریا زماني بیا تېره ورځ خپل روسي سیال ته ماته ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP