Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت په ۱۸ ولایتونو کې څه باندې یو میلیون جریب امارتي ځمکه تثبیت شوې ده

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وايي چې تېره میاشت په لسو ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره جریب ځمکه بېرته راګرځول شوې او په ۱۸ ولایتونو کې څه باندې یو میلیون جریب امارتي ځمکه تثبیت شوې ده.

عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم‌الحرام میاشتې په اوږدو کې په لسو ولایتونو کې ۳۷۰۵۲ جریب امارتي ځمکه له څېړنې او تثبیت وروسته استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاده ځمکه په فاریاب، جورجان، دایکنډي، غور، خوست، لوګر، نیمروز، سرپل، اروزګان او میدان‌وردګو ولایتونو کې استرداد شوې ده.

سرچینې ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو ډېره استرداد شوې ځمکه په لوګر ولایت کې ده چې پنځه زره او ۸۷۷ جریبه کېږي.

عدلیې وزارت زیاته کړې، د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې ۱،۱ ميليون جریب امارتي ځمکه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې ۱،۳ ميليون جریب نوره ځمکه هم په ۲۶ ولایتونو کې تر څېړنې لاندې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شوو زرګونه جریب امارتي ځمکې دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي پلاوو تر څېړنې لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.