Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تل‌ابیب کې زرګونو کسانو د غزې د کنټرول په اړه د نتانیاهو د نوې طرحې پر ضد لاریون وکړ

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، تل‌ابیب کې زرګونه کسانو د غزې ښار د بشپړ کنټرول او جګړې پراخېدو په اړه د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له طرحې سره د لاریونونو په ترسره کولو مخالف وکړ.

د اسرائیل سیاسي – امنیتي کابینې د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) د غزې ښار د بشپړ کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې او د اسراییل لومړي وزیر نتانیاهو دفتر په یوه بیانیه کې ویلي چې د اسرائیل پوځ د غزې ښار د کنټرول لپاره چمتووالی نیسي.

رویټرز راپور ورکړی چې زرګونه لاریون‌کوونکي تېره شپه په تل‌ابیب کې سړکونو ته راووتل څو د غزې نږدې دوه کلنې جګړې د پراخېدو له طرحې سره مخالفت وکړي او د یادو عملیاتو د ژر تر ژره پای ته رسېدو او بندیانو خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نظرپوښتنو له مخې، ډېری اسراییلیان په غزه کې د پاتې ۵۰ بندیانو خوشي کېدو لپاره د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

سرچینې لیکلي چې د جګړې پراخېدو اعلان د اسراییل د تر ټولو نږدې اروپايي متحدینو په ګډون له سختو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.