Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغېس کې یوه ماشوم د فاضلابو یوې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی 

قلعه‌نو (پژواک،۲۰ زمری ۱۴۰۴): بادغېس کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار په لومړۍ ناحیه کې یو اته کلن ماشوم د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د باغېس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي چې دغه پېښه پرون مازدیګر د قلعه‌نو ښار اړوند په «جرخشک» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه هلک لوبې کولې چې ناڅاپي د خپل ګاونډي د فاضلابو په یوې څاه کې لوېدلی او ژوند یې بایللی دی.

د یادولو ده چې کورنیو چارو وزارت دوه کاله مخکې د دغه ډول پېښو د مخنیوي په موخه په یوه اعلامیه کې له کورنیو د خپلو څاګانو د سرونو پټولو غوښته کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.