کابل (پژواک، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې یې یوه داسې فابریکه چې له پاکستانه وارد شوي غذايي او غیرغذايي تقلبي رنګونه یې د چینایي رنګ په نوم بستهبندي کول او بازار ته یې وړاندې کول، مهر او لاک کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوراکي توکو د تحلیل او څارنې کارپوه صفیالله عالمیار د دې فابریکې د مهر او لاک کولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه معینیت د خوراکي توکو د تحلیل او څارنې ټیم له یادې فابریکې چې د کابل د څرخي پله سیمې د سرکنو په صنعتي پارکونو کې موقعیت لري او غذايي او غیرغذايي رنګونه یې پلوري، څو ځلې نظارت کړې ده.
هغه وايي: «د څارنې پر مهال مو ولیدل چې دغه فابریکه رنګونه له پاکستانه واردوي، په فابریکه کې یې بستهبندي کوي، چینایي لیبل پرې وهي او بازار ته یې د چینایي رنګ په نوم وړاندې کوي چې دا یو ډول تقلب دی.»
نوموړي زیاته کړه: «په دې سروې کې مو ولیدل … دغه شرکت غذايي او غیرغذايي رنګونه په بوجیو کې له پاکستانه واردوي او دا هم څرګنده نه ده چې کوم یې غذايي او کوم یې غیرغذايي دي، په چینایي لېبلونو کې بستهبندي کېږي او په بازار کې یې پلوري. د همدغه تقلب له مخې یې فابریکه وتړل شوه او فعالیت یې ودرول شو.»
ده وویل، له دې مخکې د یادې فابریکې مسوولینو ته سپارښتنه شوې وه چې باید د حفظالصحې اصول هم په جدي ډول مراعات کړي.
سرچینې وویل: «زموږ د سرويلانس د تحلیل ټیم دویم او درېیم ځل دی چې دلته راځي…پایله یې له موږ سره ده. په وار وار مو د کارخونې حفظ الصحې مراعاتولو، غذايي او غیرغذايي رنګونو په اړه سپارښتنه ورته کړې ده.»
د نوموړي په وینا، غذايي رنګونه د روغتیا نړۍوال سازمان او ملي او نړۍوالو سټندردونو له لوري تایید شوي او د بېلابېلو خوړو رنګونو لپاره کارول کېږي، دغهراز غیرغذايي رنګونه د نساجۍ په صنعت، چرم، پلاستیک او پایپ جوړولو کې کارېږي.
هغه زیاته کړه: «خو له دې امله چې غذايي او غیرغذايي رنګونه په یوه تولیدي کرښه کې بستهبندي کېږي نو د بستهبندۍ دننه د تشخیص وړ نه دي او غیرغذايي رنګونه چې د ملي او نړۍوالو سټنډرډونو له لوري مشخص شوي او د خوړو په صنعت کې یې کارول جواز نهلري، له همدې امله لابراتوار ته اړتیا نهلري.»
عالمیار د دې پوښتنې په ځواب چې یاده کارخونه به د څومره وخت لپاره تړلې وي، وویل چې دغه موضوع یې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکه کړې او نور اجراات به د دغه وزارت د مقاماتو د حکم له مخې ترسره کېږي.
ورته مهال، د کابل ښار د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون ټرینر متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل: «په خوړو کې د مصنوعي رنګونو کارول د جدي روغتیايي ستونزو لامل ګرځي، هغه څېړنې چې ترسره شوې ښيي، هغه مصنوعي رنګونه چې په بازار کې په مایع، جامد او دغهراز د پوډر په شکل موجود دي، د سرطان، معدې ناروغیو، حساسیت او تنفسي ستونزو لامل ګرځي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP