Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسټرالیا به د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): اسټرالیا اعلان کړی چې راروانه میاشت (سپټمبر) به د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې ناسته کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

رویټرز خبري اژانس د اسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البانیزي له قوله راپور ورکړی چې د یادې پرېکړې موخه له نړۍوالې حل‌لارې ملاتړ، په غزه کې د اوربند پلې کېدل او د بندیانو ازادېدل دي.

البانیزي په یوه بیانیه کې ویلي: «اسټرالیا به راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې په ۸۰یمه ناسته کې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني څو د حل‌لارې پر لور له نړۍوال حرکت، غزه کې د اوربند پلې کېدو او د بندیانو ازادېدو سره مرسته وکړي.»

د هغه په وینا، دغه په رسمیت پېژندنه به د یو شمېر ژمنو پر بنسټ وي چې اسټرالیا د فلسطین له تشکیلاتو ترلاسه کړې دي.

نوموړي څرګنده کړې: «نړۍواله حل لار په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي مخنیوي او په غزه کې د جګړې، ځورېدنې او لوږې پای ته رسېدو لپاره د بشریت تر ټولو ښه هیله ده.»

هغه تېره پنج‌‌شنبې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په لیدنه کې ویلي وو چې یوې سیاسي حل‌لارې ته اړتیا ده نه نظامي حل‌لارې ته.

د یادونې ده، دغه اقدام د فرانسې، برېتانیا او کاناډا له لوري د فلسطین خپلواک هېواد د رسمیت پېژندلو ته له چمتووالي وروسته ترسره کېږي.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ناروې، اسپانیا او ایرلنډ له لوري د فلسطین خپلواک هېواد له رسمیت پېژندلو وروسته سلوانیا د پارلمان له اکثریت رایو وروسته فلسطین پر رسمیت پېژندلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.