ابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال وايي چې زندانونه د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي او اوس بندیانو ته هيڅ ډول شکنجه او ځورونه نه ورکول کېږي.
د زندانونو چارو سمون ادارې د کابل او ۳۳ ولايتونو د زندانونو مشرانو، امرینو او پوځي مسوولينو ته د «اداري تنظیم او د زندانیانو د سالمې ساتنې» تر عنوان لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز سيمینار ترسره کړ.
د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیبالله بدر په نننۍ ناسته کې له یاد روزنیز سيمیناره فارغ شوو کسانو ته په خطاب کې وویل چې د دغه او نورو روزنیزو سيمينارونو او ورکشاپونو موخه دا ده چې څنګه وکولای شو زندانیانو ته لا سالم چاپېریال برابر شي.
هغه زیاته کړه: «هيچا ته اجازه نه ورکوم چې په زندانونو کې زندانیان ووهي او یا شکنجه ورکړي.»
د نوموړي په خبره چې زندانونه د تعذیب ځای نه دی، بلکې د تادیب ځای دی، اوس مهال په زندانونو کې هيڅ ډول شکنجه او ځورونه نشته او د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي دي.
بدر د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «څومره چې عاجزي اختیار کړئ او د اطاعت ماده په ځان کې پيدا کړئ، په دې کې مو خیر دی.»
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایونونو اورېدو وزارت مرستیال شيخ صدیقالله وویل چې دغه نظام د سترو قربانیو په پایله کې لاس ته راغلی نو اړینه ده چې د افغانستان د مظلوم ملت صادقانه خدمت وشي.
دی زیاته کړه: «له زندانیانو سره ښه چلند وکړئ، هغوی د کوم جرم له امله خپله ازادي له لاسه ورکړې، دغومره بس ده، نور په زندان کې د زنداني تعذیب او شکنجه ناروا دي.»
د سترې محکمې د جزا عالي دېوان رییس مفتي عتیقالله دروېش په نننۍ ناسته کې وویل: «تاسو ته سيمينار درکړل شو، تاسو ته روزنه او زدهکړه درکړل شول چې له زنداني سره څنګه او څه ډول چلند وکړئ، کوم کس چې ستاسو تر لاس لاندې ده، هغه داسې یو کس دی چې د جرم له امله یې ازادي سلب شوې؛ تاسو به هغه ته د یوه مجرم په سترګه نه ګورئ، بلکې له هغه سره به داسې چلند کوئ کوم چې حضرت محمد (ص) ورسره کړی؛ لږ د نبوي (ص) سيرت درسره ولولئ.»
د یاد سيمينار د ګډونوالو په استازيتوب د پروان د محبس رییس مولوي عبدالرحیم احمد د زندانونو چارو سمون ادارې چارواکو ته ډاډ ورکړ چې له ترلاسه شوو زدهکړو به د ادارې د چارو په ښهوالي کې کار اخلي او نورو ته به یې هم ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP