Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: د هوا له ډېرې ګرمېدو سره کابل ښار کې د اسهال ناروغي ډېره شوې

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): ډاکټران وايي، د هوا له ډېرې ګرمېدو سره په کابل ښار کې انتاني ناروغۍ، په ځانګړې توګه اسهالات ډېر شوي؛ هغوی له ښاریانو غواړي چې د شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې رعایتولو ترڅنګ دې له شپې د پاتې خوړو له استفادې ډډه وکړي.

د یادونې ده، په کابل ښار کې د انتاني ناروغانو لپاره د انتاني اختصاصي روغتون فعال دی او هر کال په دغه موسم کې دغه روغتون ته ډېر شمېر ناروغان مراجعه کوي.

د کابل ښار په انتاني روغتون کې ټرینر متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کال د هوا د تودوخې درجې په لوړېدو سره انتاني ناروغۍ هم ډېرېږي.

هغه د شخصي او چاپېریالي حفظ الصحې نه مراعاتول او په سمه توګه د سبزیو او مېوو نه مینځل پر یادو ناروغیو د اخته کېدو اصلي لاملونه بولي.

نوموړي د انتاني ناروغانو مشخص امار وړاندې نه کړل، خو ویې ویل هره ورځ یوازې پر اسهال اخته ۵۰ کسان په یاد روغتون کې بستریږي، په داسې حال کې چې د هوا له ګرمېدو مخکې دغه شمېر څو محدودو کسانو ته رسېده.

د هغه په وینا، سږ کال دغه روغتون ته ډېرو هغو کسانو مراجعه کړې چې تازه راستانه شوي او یا په خېمو کې ژوند کوي.

د ویلو ده، پر انتاني ناروغیو اخته ماشومانو لپاره د اندراګاندي روغتون ترڅنګ د اتاترک ملي روغتون هم فعالیت کوي.

د اتاترک د ماشومانو ملي روغتون کې د ماشومانو ناروغیو پروفیسور رنځوروال ډاکټر رفیع‌الدین ناصري هم د انتاني ناروغیو، په ځانګړې توګه د نس‌ناستې ناروغۍ د ډېرېدو خبره کوي.

هغه وویل چې په وري میاشت کې پر نس‌ناستې اخته ۲۹۰ ماشومان، په غويي میاشت کې ۳۱۲ ماشومان، په غبرګولي میاشت کې ۳۸۵ او په چنګاښ میاشت کې پر نس‌ناستي اخته ۴۵۷ ماشومان په یاد روغتون کې بستر شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د شته شمېرو پر اساس لیدل کېږي چې میاشت په میاشت پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېء کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.»

د هغه په وینا، هر کال د اوړي په موسم کې پر انتاني، په ځانګړي توګه د نس‌ناستې پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په کچه ډېریږي.

نوموړي وویل چې د نړۍوالو شته شمېرو له مخې، هر کال له ۳ تر ۵ میلیارده انسانان پر نس‌ناستې اخته کېږي چې په هغو کې د مړینې موارد هم ثبتېږي.

ډاکټر ناصري وايي، په دغه فصل کې د انتاني او نس‌‌ناستې ناروغيو د زياتوالي لامل د هوا ډېر ګرمښت او د حفظ‌الصحې نه مراعاتول دي.

سپارښتنې

ډاکټر فریدالله عمري وايي‌، باید له شپې پاتې شوو او زیرني خوړو له استفادې ډډه وشي؛ ځکه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو یو لامل همدا دي.

هغه پر چاپېریالي او شخصي حفظ‌الصحې ټینګار کوي او وايي، ترکاري او مېوې باید له خوړلو مخکې ښه ومینځل شي، بیا باید څو دقیقې په کلورین محلول یا د اوبو او مالګې په محلول کې کېښودل شي، همدارنګه د څښاک اوبه باید و اېشول شي.

هغه زیاتوي: «د ګرمۍ موسم دی او بدن مو زیاتو مایعاتو ته اړتیا لري خو دا اوبه باید صحي وي؛ یعنې له سر خلاصو اوبو ګټه مه اخلئ.»

ورته مهال، ډاکټر ناصري هم سپارښتنه کوي: «وقایه تر درملنې غوره ده، هر څوک باید د خپل ځان او چاپېریال پاکوالي ته پام وساتي او د حاجت له رفع کولو وروسته خپل لاسونه پر اوبو او صابون ومینځي.»

د هغه په وینا، میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه ولري او هغو ته ور زده کړي چې د سرخلاصو لوښو اوبه ونه څښي.

نوموړي وویل: «زما پیغام ټولو محترمو کورنیو ته دا دی چې که ماشومان یا نور غړي یې پر نس‌‌ناستې اخته کېږي، ژر تر ژره دې ډاکټر یا روغتونونو ته ورسوي.»

ناروغان او پایوازان:

نادره چې د کابل ښار یوه اوسېدونکې ده او افغان ترک روغتون ته یې مراجعه کړې وه وویل: «شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې له ایرانه راستانه شوي یو، زما زوی د ګرمۍ له امله پر نس‌‌ناستې او زړه بدوالي اخته شوی و، اوس یې وضعیت ښه دی.»

هغې د روغتون د خدماتو په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، روغتون کې ټولو ناروغانو ته یو ډول پاملرنه کېږي.

دغه‌راز، د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي سلیم‌شاه چې په انتاني روغتون کې بستر دی وویل: «څو ورځې مخکې د ګرمۍ له امله د نس‌‌ناستې پر ناروغۍ اخته شوم، خو الحمدالله اوس ښه یم.»

هغه هم په یاد روغتون کې له خدماتو رضایت درلود.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.