Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د الجزیرې پنځو خبریالانو په غزه کې د اسرائیل په هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د الجزیرې مشهور خبریال انس الشریف له خپلو څلورو همکارانو سره په غزه کې د اسرائیل هوايي برید له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه برید یک‌شنبې ماښام شوی او په کې ‌الشریف او محمد قریقه دوه خبریالان او ابراهیم زاهر، محمد نوفل او مؤمن علیوه انځور اخیستونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، انس الشریف ۲۸ کلن و او د غزې په شمال کې د پېښو د پراخ پوښښ له امله مشهور شوی و؛ نوموړي له وژل کېدو څو ساعته مخکې پر خپله اېکس‌پاڼه د غزې ښار پر ختیځ او سوېلي برخو د اسرائيلي ځواکونو د سخت او متمرکز بمبار په اړه خبر ورکړی و.

الجزیرې شبکې په یوه اعلامیه کې دغه پېښه «د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې ښکاره او قصدي برید» بللی او دا یې د هغو خبریالانو د غږ چوپ کولو هڅه یاده کړې چې د غزې د اشغال او ورانولو حقایق بربنډوي.

د راپورونو له مخې، له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې پر وړاندې د اسرائیل جګړه پیل شوې، په دې سیمه کې له ۲۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې څو یې د الجزیرې اړوند وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.