Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې پاکستان ته د یو شمېر الوتونکو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي چې امنيتي ځواکونو تورخم کې د هغو ۳۴ کنري ډوله مرغیو د قاچاق مخه نیولې چې له جواز پرته پاکستان ته چاقاق کېدې.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مرغان په ماهرانه ډول د انګورو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي وو.

سرچینه زیاتوي: «دغه الوتونکي د استخباراتو د چټک اقدام په نتیجه کې ونیول شول، له نیول کېدو وروسته دغه مرغان د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ته وسپارل شول.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو مرغانو د چاقاق په تور درې کسان نیول شوي او د قانوني څېړنو په موخه د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.