پاراخ (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د روان لمریز کال په نهمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۵۳۹ قیراطه زمرد د ۳۴۷ زره او ۸۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي حافظ محمداغا حکیم ویلي چې د دغه ولایت د لوړ کیفیت لرونکي زمرد د دې جوګه شوي چې افغانستان له نړۍوال بازار سره ونښلوي او د کورنیو او بهرینو پانګهوالو په راجلبولو کې مهم رول ولوبوي.
هغه زیاته کړې چې دغه اندازه زمرد پر کورنیو او بهرنیو سوداګر پلورل شوي دي.
سرچینې لیکلي، دغه داوطلبي د ازادې داوطلبۍ له لارې د ملي او نړۍوالو سوداګرو او اړوندو بنسټونو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې استخراج شوي زمرد له څېړلو او بستهبندۍ وروسته، د داوطلبۍ اړوند څارونکي پلاوي حضور ته وړاندې شول، څو د پلور په بهیر کې شفافیت او باور وساتل شي.
سرچینې لیکلي چې د «لیون» په نوم یوه چیني سوداګر هم په دې داوطلبۍ کې ګډول کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP