خوستښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): ځايي مسوولين وايي چې په خوست ښار کې د نږدې ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې چارې پيل شوې.
د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژه کې د شاوخوا دوه کيلومتره په اوږدوالي د پلیو لارو اساسي جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه، دا پروژه چې په لومړۍ او څلورمه ناحيو کې پلې کېږي، چارې به يې د راتلونکو څلورو مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د خوست ښاروال خپلو خبرو کې وویل چې پر دې پروژه نږدې ۱۲ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې په ترسره کېدو به يې ښاريانو ته د تګ راتګ برخه کې ګڼې اسانتياوې برابرې شي.
د نوموړي په وينا، په نږدې راتلونکي کې به په ښار کې د ورته نورو پلیو لارو جوړېدو چارې هم پيل شي.
ورته مهال، د خوست ښاريان بيا وايي چې دا مهال په ښار کې دننه زياتره پلې لارې خرابې دي او دوی یې له ستونزو مخ کړي دي.
د محمدالرحمن په نوم د خوست يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل که يادې پلې لارې په اساسي ډول جوړې شي، له يوې خوا به د خلکو ستونزې حل شي او له بله پلوه به د ښار په پاکوالي او ښکلا کې هم رغنده رول ولري.
د خوست ښار يوه بل اوسېدونکي زيارتګل هم وويل چې دا مهال په ښار کې دننه زياتره پلې لارې کنډ کپر دي.
نوموړي که څه هم خپلو خبرو کې د يادې پروژې پر پيلېدو خوښي وښوده، خو په ورته وخت کې يې د ښاروالۍ له مسوولينو غوښتنه وکړه چې په پاتې نورو پلیو لارو هم ژر کار پيل کړي.
د خوست د ښاروالۍ مسوولينو د معلوماتو له مخې، روان کال د ۳۸۰ ميليون افغانيو په لګښت د ۲۹ بېلابېلو رغنيزو پروژو پلې کېدو پلان لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP