Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په پنسیلوانیا کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۰ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په یوه تولیدي فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې یاده چاودنه د دوشنبې په ورځ په کلیرتون کوک ورکس کارخونه کې شوې ده.

چارواکو ویلي چې تر اوسه د چاودنې لامل روښانه نه دی او له ځايي خلکو غوښتل شوي چې د لوګیو تر ورکېدو د خپلو کورونو کړکۍ بندې وساتي.

د راپورونو له مخې، «کلیرتون کوک ورکس» امریکا کې د کوک تولید تر ټولو لویه کارخونه ده چې شاوخوا یو زر ۳۰۰ کسان کار په‌کې کوي. کوک جامد سون‌توکي دي چې د ډبرو له سکرو ترلاسه او د فولادو په تولید کې ترې استفاده کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.