Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د قحطۍ او لوږې ناورین؛ د مړه شوو کسانو شمېر ۲۷۷ ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د غزې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.

الجزیرې د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې پر غزه د اسرائیل د بریدون په دوام، په کلابنده سیمه کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د لوږې له امله د مړه شوو شمېر د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون ۲۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.

د یادونې ده، د اسرائیل له لوري غزې ته د مرستو د مخنیوي له امله د خوراکي توکو سخت کمښت او د بیو څو برابره لوړېدو د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.