Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار نوی ستراتیژیک او تفصیلي پلان د تطبیق په موخه ښاروالۍ ته وسپارل شو  

غزني‌ښار (پژواک ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د کور او ښارجوړونې وزارت له لوري د غزني ښار نوی چمتو شوی ستراتیژیک، تفصیلي او انکشافي پلان نن د یوې غونډه په ترڅ کې د تطبیق په موخه د غزني ښاروالۍ ته وسپارل شو.

په غونډه کې د غزني ولایت د ښارجوړونې ریاست تخنیکي انجنیر عبدالرحمن بهیر وویل، د دغه ښار پخوانی پلان د دغه ولایت اوسني اړتیاوې نه‌ شوای پوره کولی او د نویو پلانونو په تطبیق سره به ښار نوې څېره غوره کړي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت د نفوس د ډېرېدو له امله، د پخوانیو پلانونو له مخې د اوسنیو اړتیاوو پوره کول ناشوني وو.

د هغه پهع وینا، پخوانیو پلانونو یو شمېر ستونزې لکه د سړکونو تنګوالی، د کورونو د جوړونې بې‌نظمۍ، د تجارتي او رهایشي سیمو نه‌څرګندوالی او د شنو او تفریحي ساحو نشتون موجودې وې چې د اوسنی پلان په پلي کېدو سره به حل شي.

همدارنګه د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې غزنی د نوي تفصیلي پلان له مخې، د کلاه‌سبز او بزازۍ سیمې په بشپړ ډول تجارتي سیمې ټاکل شوې، د درېیم او څلورم پلان ساحې د مختلطو (تجارتي او رهایشي) سیمو په توګه په پام کې نیول شوې دي.

د ده په وینا، د ښار د ځینو سیمو پراخول، د ښار دننه د سړکونو پراخول، او د کابل ـ کندهار لویې لارې ترڅنګ یو بل حلقوي سرک جوړول هم د دې طرحې له مهمو برخو شمېرل کېږي.

په ورته وخت کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي له دغه نوي پلان د هرکلي ترڅنګ د هغه د ژر تر ژره پلي کېدو غوښتنه کوي.

د غزني ښار یوه قومي مخور حاجي عبدالنبي پژواک خبري آژانس ته وویل، د غزني ښار نوی ستراتیژیک، تفصلي او انکشافي پلان یو مهم پلان دی چې په وینا یې یاد پلان ته غزني مېشتو ۱۶ کاله انتظار ایستلی.

ده زیاته کړه، دی او  د ده په څېر نور غزني مېشتي تمه لري چې نوی تفصلي او انکشافي پلان به د غزني ښار بڼه بدله کړي.

د یادوني ده چې د غزني ښار اوسنۍ بڼه شاوخوا ۸۰ کاله وړاندي طرحه شوې، چې ځیني سیمي یې د سردار داوود خان په وختونو کې هم نقشه شوي چې د ښار وړوکوالی، د سړکونو تنګوالی، بې‌نظمه جوړ شوي کورونه، د تجارتي او رهایشي سیمو نه‌څرګندوالی او د شنو او تفریحي ساحو نشتون هغه ننګونې وې، چې غزني مېشتي ور سره په ستونزو کې وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.