Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیايي مسوولین: ملاریا لا هم په افغانستان کې د عامې روغتیا پر وړاندې ګواښ دی

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): روغتیايي مسوولین د روان ميلادي کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د ملاریا د ۵۰ زره مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي او وايي، دا ناروغي اوس هم په افغانستان کې عامه روغتیا ګواښي.

په افغانستان کې د ملاریا وضعیت

په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د کنټرول ملي پرواګرام تخنیکي همغږي‌کوونکي ډاکټر محمدنعیم وويل چې ملاریا اوس هم په افغانستان کې د میاشو په وسیله د لېږ وړ حاده پرازیټي ناروغي ده.

هغه د ملاریا د پېښو په اړه وویل، د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۲ زره او ۱۴۱ مثبتې پېښې د هېواد په دولتي او ۹ زره او ۶۰۰ نورې پېښې په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې ثبت شوې دي.

سرچینې وویل، تېر ميلادي کال د ملاریا ۲۵۷ زره مثبتې پېښې په دولتي او ۳۲ زره او ۶۸۳ نورې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې ثبت شوې وې چې دغو ناروغانو ته وړیا روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

هغه د روان مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د ثبت شوو شمېرو په اړه وویل، ډېرې مثبتې پېښې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، خوست او پکتیکا په ګډون د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې روان ميلادي کال د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو تېر کال د دې ناروغۍ له امله په نورستان او پکتیا کې دوه کسان مړه شوي وو.

ملاریا څه شی ده او څه ډول سرایت کوي؟

د کابل ښار د انتاني ناروغیو په ملي روغتون کې ټرېنر متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل چې ملاریا یوه حاده، ساري، پرازیټي او دغه راز د نړۍ په کچه یوه روغتیايي ستونزه ده چې د «انوفل» په نوم د ښځینه میاشو په وسیله پر دې ناروغۍ له اخته کسانو روغو کسانو ته لېږدول کېږي او کېدای شي ماشومان، ځوانان او لویان پرې اخته شي.

د هغه په خبره، سخته تبه، لړزه، د یخنۍ احساس، خولې کېدل، کمزورتيا، سردردي، زړه بدوالی، قی، سستي او پیچش د ملاریا ناروغۍ له نښو نښانو دي.

دغه راز هغه زیاته کړه: «د ملاریا د سرایت لارې ډېرې ديِ؛ د هغو کسانو په ګډون چې خپله ناروغ دي، که نورو ته وینه ورکړي، هغوی هم پرې اخته کوي. دغه راز هغه کسان چې پر نشه‌یي توکو روږدي دي، په هغه صورت کې چې له هغوی یو کس پر ملاریا اخته وي، کېدای شي په میکروب د ککړې پېچکارۍ له لارې ناروغي نورو ته ولېږدي. د دې ترڅنګ، هغه میندواره میندې چې پر ملاریا اخته وي، ښايي جنین یې هم پر دې ناروغۍ اخته شي.»

هغه زیاته کړه، د یادې ناروغۍ خپرېدو په عواملو کې ولاړې اوبه لکه ویالې، د بمبو مخې، د نلونو ترڅنګ او هغه ځایونه شامل دي چې میاشي په‌کې هګۍ اچوي او وروسته په بالغو میاشو بدلېږي او بیا ناروغي لېږدوي.

د ډاکټرانو سپارښتنې

ډاکټر عمري د وقایوي اقداماتو پر ارزښت ټینګار وکړ ویې ویل: «موږ باید هڅه وکړو چې د کورونو کړکیو او دروازو ته جالۍ ورکړو، څو نه یوازې د ملاریا له میاشي، بلکې د نورو حشرو له شره هم خوندي پاتې شو او که استراحت کوو، باید له مشبوع شوو پشه‌خانو کار واخلو څو خوندي پاتې شو.»

هغه زیاته کړه: «ملاریا، توبرکلوز او ايډز هغه ناروغۍ دي چې ډېرې په چټکۍ خپرېږي او که ډاکټر ته مراجعه ونه شي او خلک پر خپل سر درمل وکاروي، حالت یې نور هم خرابېږي او په پای کې د انسان د مرګ لامل کېدای شي؛ نو دا یوه خطرناکه ناروغي ده او که پاملرنه ورته ونه شي، وژونکې ثابتېدای شي.»

له خدمتونو د ناروغانو رضایت

د پروان اوسېدونکی او پر ملاریا ناروغس اخته یو ناروغ نصیراحمد صالحي چې د کابل په انتاني روغتون کې بستر دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه اونۍ کېږي چې پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه د روغتون له خدماتو ستاینه وکړه ویې ویل چې اوس یې روغتیایي حالت ښه شوی دی.

همدارنګه، د کابل ښار اوسېدونکي حسیب‌الله احمدي وویل: «له درېیو ورځو راهیسې مې د کسالت او زړه بدۍ احساس درلود، کله چې ډاکټر ته ولاړم، راته یې وویل چې ملاریا یې.»

نوموړي هم په روغتون کې له خدماتو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، اوس یې درمل ترلاسه کړي او تر پخوا ځان ښه احساسوي.

د لسګونه زره پشه‌خانو وېش

د عامې روغتیا وزارت په یوه راپور کې چې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې وړاندې شو، راغلي، دغه وزارت هر کال د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په موخه تر ګواښ لاندې سیمو کې خلکو ته پشه‌خانې وېشي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په هغو ولایتونو کې چې د ملاریا له جدي ګواښ سره مخ وو، ۲۶۷ زره او ۲۷۶ پشه‌خانې وېشل شوې دي.

په راپور کې یادونه شوې چې سږ کال یوازې له ایران او پاکستان څخه راستنو شوو کډوالو ته ۱۷ زره او ۹۶۲ پشه‌خانې وېشل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.