هرات (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): هرات کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو یو شمېر مالکین وايي چې د ځوانانو له بیا کډوال کېدو د مخنیوي او تازه راستانه شوو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره ځیني پلانونه لري؛ هغوی د برېښنا او لومړنیو توکو کمښت د خپلو کارخونو له عمده ستونزو بولي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
هرات کې د اوسپنې ویلي کولو یوې کارخونې مالک نثاراحمد د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، تر یوې راتلونکې میاشت به ۲۰۰ افغان کډوالو ته چې تازه له ایرانه راایستل شوي، د کار زمینه برابره کړي.
خو هغه د دوامدارې برېښنا نشتوالی او د لومړنیو توکو کمښت د خپلې کارخونې د فعالیت پر وړاندې جدي خنډونه بولي.
د هغه په وینا، د دوامدارې او منظمې برېښنا نشتوالی د دغه ولایت سوداګر او پانګهوال اندېښمن کړي؛ ځکه له امله یې د کارخونې د تولید ظرفیت ۸۰ سلنه کم شوی دی.
د یوې بلې کارخونې مالک خانګل وویل، کارخونه یې ځینې اونۍ د برېښنا نشتوالي له امله تر پنځو ورځو بنده وي. هغه زیاته کړه چې که د برېښنا ستونزه حل شي، کولای شي راستانه شوو کډوالو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي.
هغه له حکومته د برېښنا انرژۍ د تامین او د لومړنیو توکو د وارداتو اسانتیا برخو کې د جدي اقدام غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د کارخونې له نیمايي ډېر خام توکي له ایرانه راواردیږي چې دغه لړۍ هم ډېر لګښت او وخت غواړي.
ورته مهال، د هرات د زړو اوسپنو پلورونکو اتحادیې مرستیال فریدون وايي چې هره ورځ څه باندې ۱۵۰۰ ټنه زړې اوسپنې د پلورونکو له لوري د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولیدي کارخونو ته راوړل کېږي، خو دغه اندازه د کارخونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي اړتیا نه شي پوره کولای.
یو شمېر تازه راستانه شوي کډوال چې دا مهال د اوسپنې ویلې کولو په کارخونو کې په کار بوخت دي، د کاري فرصتونو له رامنځته کېدو یې هرکلی وکړ او غواړي چې دغه فرصتونه لا ډېر شي.
د کندهار اوسېدونکی عبدالجبار چې یوه میاشت مخکې له ایرانه راایستل شوی، اوس د صنعتي ښارګوټي په یوه کارخونه کې په کار بوخت دی. هغه وایي چې په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالي هغه اړ کړ چې کډوال شي او اوس د نورو راستنو شوو کډوالو لپاره هم د ډېرو کاري فرصتونه رامنځته کېدو غوښتونکی دی.
د بغلان اوسېدونکی او یو بل راستنون شوی کډوال عبدالسلام هم د بیا کډوال کېدو د مخنیوي لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو ټینګار کوي او له مسوولینو غواړي چې د اغېزناکو اقتصادي پروګرامونو پلي کولو له لارې په هېواد کې د عاید ترلاسه کولو زمینه پراخه کړي.
بلخوا، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدبشیر سیرت وایي، دغه اداره هڅه کوي چې د پانګهوالو د ملاتړ زمینه برابره کړي او کډوالو لپاره زیات کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا، په منځني ډول هره میاشت په هرات کې یوه نوې تولیدي فابریکه فعالیت پیلوي.
سیرت د برېښنا او لومړنیو موادو د کموالي ستونزې ته په اشاره وایي، د نوو کارخونو جوړېدل د کارموندنې او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او د دغو کارخونو د ستونزو هوارولو هڅې روانې دي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست د وړاندې شوو شمېرو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې پنځه د اوسپنې ویلې کولو کارخونې فعالیت لري چې هره ورځ شاوخوا ۱۵ ټنه تولید لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP