Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د «جوانان ورس» لوبډلې د بامیان د فوټسال شپږ اړخیزو سیالیو اتلولي خپله کړه

بامیان (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د بامیان په مرکز کې د فوټسال شپږ اړخیزې سیالۍ د «جوانان ورس» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د فوټسال د دغو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د جوانان ورس لوبډلې د ۵ پر ۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره پنجاب ستاره‌ګان لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه.

د دغه ټورنمنټ یوه تنظیموونکي رضا شفايي وویل چې د بامیان د فوټسال شپږ اړخیزې سیالۍ تېره اونۍ د جوانان ورس، ستاره‌ګان پنجاب، منتخب شهیدان، اکاډمي میدان سبز جاغوري، دایکاناډا او کوشا لوبډلو ترمنځ ترسره شو.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د ورزش د ترویج، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د ورزشي استعدادونو پېژندلو په موخه ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې اميد قنبري د ګُول د اقا، نصیر کامګار د غوره لوبغاړي او علي قرباني د غوره ګُول‌ساتونکي لقبونه ترلاسه کړل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.