لښکرګاه (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۴): د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغلاچونې چارې بشپړې شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې په کجکي ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د ملګرو ملتونو د پروژو دفتر د مالي ملاتړ او د سياېچای موسسې په تخنیکي همکارۍ د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې کار بشپړ شو.
نوموړي زیاته کړه چې پر دغه پروژه څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه وویل، یاد سړک د کجکي ولسوالۍ اړوند له آذان سیمي تر ده بابا سیمي پوري چې ۱۴ کېلو متره اوږدوالی او ۷.۵ متره سور لري، ۳۰ ساتني متره جغل پرې اچول شوي او د سړک کنډ او کپر برخي بیا ځلي ترمیم شوي دي.
نوموړی د دې ترڅنګ داهم وویل چې له یاد سړک څخه د باراني او سېلابي اوبو د ایستلو لپاره کانالونه ایستل شوي دي څو سړک له تخریب څخه وژغورل شي.
د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره د سیمي د خلکو ګڼې ستونزې حل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP